پاکستان د توغندیو نوي قوماندانی جوړوي
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور راکوي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ د دغه هیواد پوځ به د توغندیو یوه نوي قوماندانئ جوړه کړي څو خپلې دودې جنګي وړتیاوې نورې هم پیاوړې کړي.
په راپور کې وئيل شوي دي، شهباز شریف په اسلام اباد کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په دستورو کې وویل؛ دا نوي قومانده به د هند او پاکستان ترمینځ د وروستۍ جګړې په غبرګون کې جوړه شي. نوموړي زیاته کړه: دا قومانداني به په اوسنیو ماډرن ټیکنالوژجیو سنبال وي او د دښمن له هرې خوا د هدف ویشتلو وړتیا به ولري، چې دا به د پاکستان د جنګي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو بل مهم ګام وي.
پاکستان ادعا کوي چې د هند د وروستي یرغل په غبرګون کې ئې د فتح نومې بالستیک توغندي کارولي، چې د لر واټن مځکې په مځکې ویشتونکي ګائيډيډ توغندي دي. خو پاکستان د مئ میاشت په وروستیو کې د هندي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ویل ئې ،پاکستان د شاهین نومې بالستیک توغندی (د اټومي خولیو د وړلو وړتیا لرونکی توغندی) کارولی دی. پاکستان دا راپورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول بېثبوته او لمسؤونکي راپورونه د سیمې ثبات زیانمنوي.د پاکستان چارواکي وائي، د مئ په ۱۷ د هندوستان د یرغل په غبرګون کې ئې ۶ هندي جنګي الوتکې، په شمول د درو فرانسوي رافال جټ الوتکو، نسکورې کړې او د هند دوه S-400 دفاعي سیسټمونه ئې هم ویجاړ کړي دي. په دغو عملیاتو کې ئې د خپلو JF-17 الوتکو او چینايي J-10C جنګي الوتکو څخه کار اخیستی دی.تېره اوونۍ د پاکستان دفاع وزیر د هند د هوائي ځواک د قوماندان هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې دي، د دواړو هیوادونو ترمینځ د ۴ ورځنۍ جګړې پر مهال ئې څو پاکستانی جنګي الوتکې نسکورې کړې دي. نوموړي وویل، اسلاماباد چمتو دی چې د هند د ادعاوو په اړه د الوتکو د شمېر او زیانونو په اړه خپلواکې پلټنې وکړي.