که ضرورت شو،نو پاکستان به  خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i164816-که_ضرورت_شو_نو_پاکستان_به_خپل_ایټمي_ظرفیّت_عربستان_ته_ورکړي
د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.
(last modified 2025-09-20T01:30:15+00:00 )
Sep 20, 2025 05:57 Asia/Kabul
  •   که ضرورت شو،نو پاکستان به  خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي

د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.

 تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، دا لومړی ځل دی چې اسلام‌آباد په ښکاره توګه له  ریاض سره د خپل دفاعي  ایټمي توان د شریکولو  خبره  کوي.

د «اسټنډرډ» ویب‌پاڼې په حواله، د پاکستان د دفاع وزیر «خواجه محمد آصف» خبرو دا لومړی رسمي تایید دی چې اسلام‌آباد سعودي عربستان ته  د خپل دفاعی  ایتمي توان د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

خواجه آصف له «جیئوټی‌وي» خبری چینل  سره په خبرو کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا «د پاکستان د خپلو دفاعی  ایټمي  توان  له سعودي عربستان سره شریک کړي ،  وویل:  هغه څه چې مونږ ئې لرو او هغه ظرفیتونه چې مونږ ئې لرو، د دغه ترسره شوي  تړون له مخې به  سعودي عربستان ته ورکړل شي.»

دا دفاعي تړون د چهارشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی او د دې تړون له مخې، پر یوه اړخ برید د دواړو هیوادونو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کیږي. ځینې شنونکي دا اقدام د اسرائیلو رژیم ته یو څرګند پیغام بولي.

تر اوسه ریاض او اسلام‌آباد د دې تړون د جزییاتو او د سعودي عربستان د پاکستان ایټمي زېرمې ته د لاسرسي احتمال په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.