که ضرورت شو،نو پاکستان به خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي
د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، دا لومړی ځل دی چې اسلامآباد په ښکاره توګه له ریاض سره د خپل دفاعي ایټمي توان د شریکولو خبره کوي.
د «اسټنډرډ» ویبپاڼې په حواله، د پاکستان د دفاع وزیر «خواجه محمد آصف» خبرو دا لومړی رسمي تایید دی چې اسلامآباد سعودي عربستان ته د خپل دفاعی ایتمي توان د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.
خواجه آصف له «جیئوټیوي» خبری چینل سره په خبرو کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا «د پاکستان د خپلو دفاعی ایټمي توان له سعودي عربستان سره شریک کړي ، وویل: هغه څه چې مونږ ئې لرو او هغه ظرفیتونه چې مونږ ئې لرو، د دغه ترسره شوي تړون له مخې به سعودي عربستان ته ورکړل شي.»
دا دفاعي تړون د چهارشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی او د دې تړون له مخې، پر یوه اړخ برید د دواړو هیوادونو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کیږي. ځینې شنونکي دا اقدام د اسرائیلو رژیم ته یو څرګند پیغام بولي.
تر اوسه ریاض او اسلامآباد د دې تړون د جزییاتو او د سعودي عربستان د پاکستان ایټمي زېرمې ته د لاسرسي احتمال په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.