پاکستان د هندوستان څرګندونو ته سخت غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165192-پاکستان_د_هندوستان_څرګندونو_ته_سخت_غبرګون_وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر لخوا د ملګرو ملتونو په غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي نیوکې، او د هندي استازي لخوا پاکستان ته د ټیررستان ''ترهګرستان'' نوم ورکولو ته پاکستان سخت غبرګون څرګند کړی.
(last modified 2025-09-29T00:43:25+00:00 )
Sep 29, 2025 05:10 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان  څرګندونو ته سخت غبرګون وښود

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر لخوا د ملګرو ملتونو په غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي نیوکې، او د هندي استازي لخوا پاکستان ته د ټیررستان ''ترهګرستان'' نوم ورکولو ته پاکستان سخت غبرګون څرګند کړی.

د هند بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په ځواب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستاني ماموریت سکرتر مرستیال محمد راشد وویل چې جی شنکر هڅه کوي پاکستان بدنام کړي.

هغه وویل: "اصلاً هندوستان په  خپله د ترهګرو مرسته کوونکی دی او جنوبي  اسیا  سیمه یې د خپلو سطله غواړو ارمانونو او بنسټپالو‌ نظریاتو له امله یرغمل کړې ده."

محمد راشد زیاته کړه: "رښتیا دا دي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له ۹۰ زرو د زیاتو انسانانو قرباني ورکړې، چې نړیواله ټولنه یې هم مني."

د پاکستاني استازي د څرګندونو په ځواب کې، د هند ماموریت دویم سکرتر سري نواس وویل: "د هند بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د هیڅ هېواد نوم وانخیست، خو بیا هم پاکستان غبرګون وښود او پخپله یې دا ومنله چې سرحدي ترهګري له دوی سرچینه اخلي."

هغه زیاته کړه: "هیڅ دلیل یا دروغ به د 'ټیررستان' (ترهګرستان) جرمونه پټ نه کړي."

د هند د استازي د څرګندونو په غبرګون کې یو ځل بیا د ځواب حق کارولو پر مهال، د پاکستان استازي محمد راشد وویل: "دا دومره شرموونکې خبره ده چې هند تر دې حده ټیټ شوی، چې د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد نوم تحریفوي."

هغه وویل: "د یوه خپلواک هېواد نوم پورې ټوکې کول د ټول ملت د سپکاوي او توهین قصدي هڅه ده."

محمد راشد زیاته کړه: "دا کومه سیاسي غونډه نه ده... هند نړۍ ته د ښوولو لپاره هیڅ نه لري، نو ځکه بې‌ بنسټه خبرې کوي چې د جدي بحث وړ نه دي."