پاکستان او تاجیکستان له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165424-پاکستان_او_تاجیکستان_له_ترهګرۍ_سره_پر_مبارزې_خبرې_کړې_دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پلاوي یې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.
(last modified 2025-10-04T03:02:14+00:00 )
Oct 04, 2025 07:25 Asia/Kabul
  • پاکستان  او تاجیکستان له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پلاوي یې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې پر دفاعي همکارۍ او افراط پالنې  سره پر مبارزې ټینګار شوی دی.

په دې ناسته کې د برېښنا کاسا ۱۰۰۰ پروژې په هکله چې له افغانستان څخه تېرېږي، هم خبرې شوې دي.

په بیانیه  کې راغلي چې په دې غونډه کې د سوداګریزو، سیاسي، زده‌کړو او کرنې برخو کې د همکارۍ پر پراختیا هم بحث شوی دی.

له دې وړاندې هم تاجکستان او پاکستان له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دواړو هېوادونو د پاکستاني طالبانو «ټي‌ټي‌پي» او انصارالله له حضوره اندېښنه څرګنده کړې ده.