د اسلام آباد خبرداری: هیڅ تیری به ونه منو
پارس ټوډی- د پاکستان او هند ترمینځ د پرله پسې شخړو په دوام او په استنبول کښې د اسلام آباد او کابل د راتلونکو مذاکراتو په درشل کښې ، د پاکستان حکومت یوځل بیا هر ډول مستقیم یا غیرمستقیم تیري ته د ځواب په هکله د خپل هیواد خبرداری تکرار کړ.
د پاکستان د پوځ د قومندان فیلډ مارشل سید عاصم منیر څرګندونې په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد له افغانستان سره له خونړیو سرحدي نښتو وروسته، تیره شنبه په دوحه کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړه.
د هند او پاکستان ترمنیځ له وروستي جنګه د ۵ میاشتو له تیریدو سره سره د هغوي راپاروونکې څرګندونې لاهم دوام لري او اسلام آباد خپل ختیځ ګاونډی د یو نوي جنګ په ورتپلو تورنوي.
د پاکستان د پوځ قومندان پرون په راولپنډۍ کښې د پوځ په هیډکوارټر کښې د دغه هیواد د یوه ډله سیاسي او ټولنیزو پوهانو په ټول کښې وویل: پاکستان په سیمه کښې د صلحې او ثبات په تکل کښې دی. هغه په عین حال کښې خبرداری ورکړی چې د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول خلاف ورزي، که هغه نیغ په نیغه وي او که غیرمستقیمه، له پریکنده او سخت ځواب سره به مخامخ شي.