د چابهار بندر د افغانستان لپاره د باور وړ ټرانزيټي دهلېز دی
د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې د ايران د جنوبي برخې چابهار بندر د افغانستان لپاره يوه تر ټولو خوندي او د باور وړ ترانزيتي لاره ده او د صادراتو او وارداتو په اسانولو کې مهم رول لوبوي.
ددغه وزارت مشرانو د افغانستان د حکومت د رسنيو او معلوماتو په مرکز کې په يوې خبري غونډې کې وويل، چې د ايران چابهار بندر د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره يو حياتي لاره او دهلېز ګرځېدلی دی.
د افغانستان د تجارتي چارو وزارت د چارواکو په وينا، د چابهار بندر له لارې د افغانستان له سمندر سره مستقيمه لاره پرانيستل شوې چې د صادراتو، وارداتو او دوامدارو سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا زمينه برابروي.
چارواکو په خپلو راپورونو کې ټينګار کړی چې «چابهار د افغانستان لپاره يو د باور وړ او سټراټيژيک ټرانزيتي مسير دی» او د دې لارې د اړوندو بیخ بینائي تاسیساتو د پراختيا لپاره هڅې دوام لري.
په دغه غونډه کې همدارنګه راپور ورکړل شو چې ايران د چابهار بندر له لارې د ترانزيت لګښتونه تر ۵۰ سلنې پورې راکم کړي دي. د افغان چارواکو په باور، دا اقدام د سوداګرۍ د لګښتونو په کمولو او د افغان توکو د سيمهييزو بازارونو د سيالۍ په پياوړتيا کې اغېزمن ګام دی.
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت په اعلامیې کې زياته کړې چې د افغان او ايرانيو چارواکو ګډو هڅو د بندري چارو د بهير د ښهوالي، د اېکسری ماشينونو د نصب، د لوژستيکي خدمتونو د معياري کولو او د توکو د بارولو او تصفيې د پروسو د اسانتيا لامل شوی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په وينا، د ګډو ترانسپورتي شرکتونو جوړول، د لوجستيکي مرکزونو جوړښت، او د افغانستان او ايران ترمنځ د ميلک د بندر د تجهيز چارو بشپړېدل، د افغانستان د اقتصادي ودې، د کارموندنې د رامنځته کولو او د صادراتو د پراختيا لپاره له بنسټيزو ګامونو څخه دي.