د چابهار بندر د افغانستان لپاره د باور وړ ټرانزيټي دهلېز دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167012-د_چابهار_بندر_د_افغانستان_لپاره_د_باور_وړ_ټرانزيټي_دهلېز_دی
د  افغانستان د طالبانو د حکومت د  صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې د ايران د جنوبي برخې چابهار بندر د افغانستان لپاره  يوه تر ټولو خوندي او د باور  وړ ترانزيتي لاره ده او د صادراتو او وارداتو په اسانولو کې مهم رول لوبوي.
(last modified 2025-11-10T21:20:55+00:00 )
Nov 11, 2025 01:49 Asia/Kabul
  •   د چابهار بندر د افغانستان لپاره د باور وړ ټرانزيټي دهلېز دی

د  افغانستان د طالبانو د حکومت د  صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې د ايران د جنوبي برخې چابهار بندر د افغانستان لپاره  يوه تر ټولو خوندي او د باور  وړ ترانزيتي لاره ده او د صادراتو او وارداتو په اسانولو کې مهم رول لوبوي.

ددغه  وزارت مشرانو د افغانستان د حکومت د رسنيو او معلوماتو په مرکز کې په يوې خبري غونډې کې وويل، چې د ايران چابهار بندر د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره يو حياتي لاره او  دهلېز ګرځېدلی دی.

د افغانستان د تجارتي چارو وزارت د چارواکو په وينا، د چابهار بندر له لارې د افغانستان له سمندر سره مستقيمه لاره پرانيستل شوې چې د صادراتو، وارداتو او دوامدارو سوداګريزو فعاليتونو د پراختيا زمينه برابروي.

چارواکو په خپلو راپورونو کې ټينګار  کړی چې «چابهار د افغانستان لپاره يو د باور وړ او سټراټيژيک ټرانزيتي مسير دی» او  د دې لارې د اړوندو بیخ بینائي تاسیساتو  د پراختيا لپاره هڅې دوام لري.

په دغه غونډه کې همدارنګه راپور ورکړل شو چې ايران د چابهار بندر له لارې د ترانزيت لګښتونه تر ۵۰ سلنې پورې راکم کړي دي. د افغان چارواکو په باور، دا اقدام د سوداګرۍ د لګښتونو په کمولو او د افغان توکو د سيمه‌ييزو بازارونو د سيالۍ په پياوړتيا کې اغېزمن ګام دی.

د  افغانستان  د صنعت او تجارت وزارت په اعلامیې کې زياته کړې چې د افغان او ايرانيو چارواکو ګډو هڅو د بندري چارو د بهير د ښه‌والي، د اېکسری ماشينونو د نصب، د لوژستيکي خدمتونو د معياري کولو او د توکو د بارولو او تصفيې د پروسو د اسانتيا لامل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وينا، د ګډو ترانسپورتي شرکتونو جوړول، د لوجستيکي مرکزونو جوړښت، او د افغانستان او ايران ترمنځ د ميلک د بندر د تجهيز چارو بشپړېدل، د افغانستان د اقتصادي ودې، د کارموندنې د رامنځته کولو او د صادراتو د پراختيا لپاره له بنسټيزو ګامونو څخه دي.