پاکستان په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل
پارس ټوډی- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل: اسلام آباد په لویدیځې غاړې کښې د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو او تندلارو ښارګي میشتو اقدامات او په مسجدالاقصی یې بیابیا حملې په کلکه غندي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې وویل: د مسجدالاقصی په انګړ د صهیونیستانو حمله، د لمونځ کوونکو راپارول او د مقدسو ځایونو بې حرمتي، د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده او نړیواله ټولنه باید د دغو اقداماتو مخه ونیسي.
د پاکستان خارجه وزارت ټینګار وکړ: د عبادت ځایونو ساتنه او د ښارګي میشتو د تشدد مخنیوی د ټولو هیوادونو ګډه ذمه واري ده، په دې وجه د دغو تیریو د بندولو لپاره باید فوري اقدامات وشي.
په دې خبرپاڼې کښې همداشان ویل شوي چې پاکستان لاهم د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په بشپړې اجرا او د ۱۹۶۷ کال نه د مخکښې سرحدونو په بنیاد، د قدس شریف په پلازمینه توب د یو خپلواک فلسطیني هیواد په جوړیدو ټینګار لري.