د زور کارول به حالات نور پسې هم خراب کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169610-د_زور_کارول_به_حالات_نور_پسې_هم_خراب_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل مونږ د ایران او د سیمې د حالاتو په هکله اندیښمن یوو او د هر هیواد پرضد د زور کارول به حالات نور پسې خراب کړي او ډيپلوماټیکه روده باید غوره شي.
(last modified 2026-01-16T06:45:46+00:00 )
Jan 16, 2026 11:11 Asia/Kabul
  • د زور کارول به حالات نور پسې هم خراب کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل مونږ د ایران او د سیمې د حالاتو په هکله اندیښمن یوو او د هر هیواد پرضد د زور کارول به حالات نور پسې خراب کړي او ډيپلوماټیکه روده باید غوره شي.

هغه وویل پیاوړی ایران د پاکستان او د سیمې په ګټه دی.

په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل چې د ملګروملتونو منشور د زور د کارولو مخالفت کوي او بهرنۍ لاسوهنه هم د ملګروملتونو د منشور پرضد ده.

هغه وویل پاکستان د ملګروملتونو د منشور پراساس د شخړو په امن ډول حل کول غواړي.

عاصم افتخار وویل ټولې شخړې باید  په امن ډول او د نړیوال قانون پراساس حل شي.

هغه وویل ایران د پاکستان ګاونډی ورور هیواد دی او پاکستان به د مسائیلو د حل کولو لپاره ډيپلوماټیکې هڅې جاري وساتي.

د امریکا سرزوري ،دیکتاتور او بې منطقه ولسمشر ټرامپ په ایران باندې د برید ګواښ کړی دی او ایران په ځواب کښې ویلي دي چې مونږ هر ډول حملې ته چمتو یوو او امریکا او د هغه ناجایز اولاد صهیونیسټ رژیم  به بیا د دولس ورځني جنګ په شان سخته ماتي او شکست وخوري.