ایران زمونږ ورور او اسرائیل په سیمه کښې اصلي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169750-ایران_زمونږ_ورور_او_اسرائیل_په_سیمه_کښې_اصلي_ګواښ_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ ورور ګاونډی دی چې هیڅکله د نورو هیوادونو پرضد یرغلیز کړچار نلري خو اسرائیل د سیمې لپاره اصلي ګواښ دی.
(last modified 2026-01-20T02:37:09+00:00 )
Jan 20, 2026 05:55 Asia/Kabul
  • ایران زمونږ ورور او اسرائیل په سیمه کښې اصلي ګواښ دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ ورور ګاونډی دی چې هیڅکله د نورو هیوادونو پرضد یرغلیز کړچار نلري خو اسرائیل د سیمې لپاره اصلي ګواښ دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام اباد کښې په پارلمان کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل ایران د پاکستان دوست او ورور دی او دواړه هیوادونه ځانګړي اړیکې لري.

هغه وویل ایران هیڅکله د نورو هیوادونو پرضد یرغلیز کړچار او پلان نلري خو د اسرائیلو ګواښ ټولو ته متوجه دی.

خواجه اصف ټینګار وکړ پاکستان د ایران بشپړه  ملاتړ کوي او مونږ غواړو چې دغه هیواد له هیڅ ګواښ سره مخامخ نشي.

خواجه اصف د فلسطین د غزې د سولې له پلاوي  سره د یوځاې کیدا لپاره پاکستان ته د بلنې په هکله وویل دا د اسلام اباد لپاره یو مناسب فرصت دی چې وکولای شي د فلسطین د مسلې له حل سره د مرستې لپاره رول ولوبوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف غزې ته د پاکستان د ځواکونو د استولو په هکله هم وویل په دې هکله څه نشو ویلی.

هغه وویل اسلامي هیوادونه د خپلې ډله ئیزې دفاع لپاره باید یوه پراخه دفاعي موافقه لاسلیک کړي.