د پاکستان ولسمشر د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره وکتل
Jan 28, 2026 07:21 Asia/Kabul
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د متحده عربي اماراتو له ولسمشر، شیخ محمد بن زاید النهيان، سره په ابوظبي کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د پاکستان او متحده عربي اماراتو د اوږدمهاله ورورولۍ اړیکو د لا ژورېدو پر اړتیا خبرې وکړې او پر سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټیکنالوژۍ او د خلکو تر منځ اړیکو کې د نوو فرصتونو موندلو ټینګار وشو.
د لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو د سیمهییزو او نړیوالو وضعیتونو په اړه هم خبرې او په دوه طرفه همکاریو او همغږیو زیاتېدو باندې ټینګار شوی.
ټیګونه