د اسلام اباد په امامباړې کښې ځان وژونکی پاکستانی و
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170436-د_اسلام_اباد_په_امامباړې_کښې_ځان_وژونکی_پاکستانی_و
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې پرون د جمعې ورځې د لمانځه په وخت ځان وژونکي حمله کونکی دوه دیرش کلن یاسر د پاکستان ښاریز و کوم چې څه موده مخکې افغانستان ته تللی و. هغه د پیښور وسیدونکی و او پولیسو د هغه څلور نږدې ملګري نیولي هم دي.
(last modified 2026-02-07T00:43:48+00:00 )
Feb 07, 2026 02:54 Asia/Kabul
  • د اسلام اباد په امامباړې کښې ځان وژونکی پاکستانی و

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې پرون د جمعې ورځې د لمانځه په وخت ځان وژونکي حمله کونکی دوه دیرش کلن یاسر د پاکستان ښاریز و کوم چې څه موده مخکې افغانستان ته تللی و. هغه د پیښور وسیدونکی و او پولیسو د هغه څلور نږدې ملګري نیولي هم دي.

د پاکستان دفاع وزیر اصف زیاته کړه هندوستان د خپلو نیابتیانو(پراکسیز) په وسیله د پاکستان د امن تباه کول غواړي.

هغه وویل ځان وژونکی کس وړمه ورځ او یا پرون د خیبر پښتونخوا صوبې له نوشهره سیمې څخه اسلام اباد ته ورغی او مونږ د هغه خپلوانو ته لاسرسی موندلی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د دغه حملې په وسیله د پاکستان د پرمختګ په لاره کښې د خنډ د جوړولو  کوشش شوی او له افغانستان سره د خبرو اترو کولو هیڅه ګټه نه درلودله.

هغه وویل هندوستان اوس د افغانستان په وسیله په پاکستان کښې د ترهګرۍ کوشش کوي.

د پاکستان د اسلام اباد په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د شهیدانو شمیر اوس یو اتیا کسانو ته ورزیات شوی دی او په دغه ترهګر برید کښې له سلو زیات شیعه لمونځ ګزار ژوبل شوي هم دي.

د پاکستان په اکثرو سیمو کښې له تیرو څو کلونو راهسې د ګڼ شمیر ټروریسټي ډلو لخوا د شیعه مسلمانانو عام وژله روانه ده او حکومت او استخباراتي ادارې د دغه وژلې په مخه نیولو کښې ناکامه دي.

دغه ماشوم د شیعه مسلمانانو  په جومات کښې په برید کښې ژوبل شوی