د اسلام اباد په امامباړې کښې ځان وژونکی پاکستانی و
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې پرون د جمعې ورځې د لمانځه په وخت ځان وژونکي حمله کونکی دوه دیرش کلن یاسر د پاکستان ښاریز و کوم چې څه موده مخکې افغانستان ته تللی و. هغه د پیښور وسیدونکی و او پولیسو د هغه څلور نږدې ملګري نیولي هم دي.
د پاکستان دفاع وزیر اصف زیاته کړه هندوستان د خپلو نیابتیانو(پراکسیز) په وسیله د پاکستان د امن تباه کول غواړي.
هغه وویل ځان وژونکی کس وړمه ورځ او یا پرون د خیبر پښتونخوا صوبې له نوشهره سیمې څخه اسلام اباد ته ورغی او مونږ د هغه خپلوانو ته لاسرسی موندلی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د دغه حملې په وسیله د پاکستان د پرمختګ په لاره کښې د خنډ د جوړولو کوشش شوی او له افغانستان سره د خبرو اترو کولو هیڅه ګټه نه درلودله.
هغه وویل هندوستان اوس د افغانستان په وسیله په پاکستان کښې د ترهګرۍ کوشش کوي.
د پاکستان د اسلام اباد په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د شهیدانو شمیر اوس یو اتیا کسانو ته ورزیات شوی دی او په دغه ترهګر برید کښې له سلو زیات شیعه لمونځ ګزار ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان په اکثرو سیمو کښې له تیرو څو کلونو راهسې د ګڼ شمیر ټروریسټي ډلو لخوا د شیعه مسلمانانو عام وژله روانه ده او حکومت او استخباراتي ادارې د دغه وژلې په مخه نیولو کښې ناکامه دي.