د پاکستان جاسوسۍ ادارې د اسلام اباد ځانمرګی برید پلان کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170440-د_پاکستان_جاسوسۍ_ادارې_د_اسلام_اباد_ځانمرګی_برید_پلان_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وايي، په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شیعه وو په جومات کې شوي ځانمرګی برید د پاکستان د څارګرې ادارې ايي ایس ايي(ISI) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی.
(last modified 2026-02-06T23:05:21+00:00 )
Feb 07, 2026 03:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان جاسوسۍ ادارې د اسلام اباد ځانمرګی برید پلان کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وايي، په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شیعه وو په جومات کې شوي ځانمرګی برید د پاکستان د څارګرې ادارې ايي ایس ايي(ISI) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی.

نبیل زیاتوي، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

رحمت الله نبیل پرون پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په وروستیو کې د پاکستان د پوځي مشرتابه له‌خوا غزې ته د پاکستاني پوځي ځواکونو د لېږلو له پرېکړې وروسته، د پاکستان یو شمېر مخکښ شیعه علماوو چې په هغوی کې علامه سید نذیر عباس نقوي چې د پاکستان د شیعه علماوو د شورا له مشرانو څخه دی، د دې پرېکړې پر وړاندې سخت او ښکاره دریځ خپل کړی دی.

نبیل ادعا کړې ده، چې د شته معلوماتو له مخې، د پرون  ورځې برید د پاکستان د څارکرې ادارې پورې تړلې جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین له‌خوا ترسره شوی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد نننی برید غندلی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلی، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و.

هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

تروسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه۸۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.