طالبانو د سپتمبر د میاشتې له یولسمې نیټې خطرناک حالات رامینځته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170526-طالبانو_د_سپتمبر_د_میاشتې_له_یولسمې_نیټې_خطرناک_حالات_رامینځته_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې حملې په مناسبت له پاکستان سره د پیوستون د ښودلو لپاره د نړۍ د هیوادونو د مشرانو په مننې سره د ټروریزم پرضد په ګډې ارادې ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-09T05:59:13+00:00 )
Feb 09, 2026 10:17 Asia/Kabul
  • طالبانو د سپتمبر د میاشتې له یولسمې نیټې خطرناک حالات رامینځته کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې حملې په مناسبت له پاکستان سره د پیوستون د ښودلو لپاره د نړۍ د هیوادونو د مشرانو په مننې سره د ټروریزم پرضد په ګډې ارادې ټینګار وکړ.

هغه د افغانستان په حالاتو باندې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان طالبانو د دوه زره یولسم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې نیټې له پړاو څخه زیات خطرناک حالات رامینځته کړي دي کوم چې د سپتمبر د یولسمې نیټې په شان یا له هغې څخه هم بدتره دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وویل هغه وخت هم ترهګرې ډلې د نړیوال امنیت لپاره خطر جوړ شوی و او نتیجه یې د دوه زره یولسم میلادي د سپتمبر د میاشتې د یولسمې نیټې  حملې وې.

هغه وویل  د پاکستان ختیځ  ګاونډی هیواد د افغانستان د طالبانو د رژيم په مرسته کولو سره د پاکستان په شمول نړیوال امنیت په خطر کښې اچوي.

اصف علي زرداري ویل زمونږ دریځ ډیر واضح دی چې هیڅ هیواد په یوازې ځان له ترهګرۍ سره مقابله نشي کولای.