اسلام آباد اوربند نه دی مات کړی
پاکستان د دغه هیواد له خوا د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د طالبانو ادعا رد کړې ده.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي چې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ایکس کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې اسلام آباد په لنډمهاله اوربند پابند دی او د هغه د خلاف ورزۍ په لړ کښې یې هیڅ اقدام نه دی کړی.
له دې مخکښې طالبان مدعي شوي وو چې پاکستان د اوربند په ماتولو سره، په کنړ ولایت باندې بریدونه کړي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمینځ اوربند د ترکیې، عربستان او قطر په شمول د څو هیوادونو په مینځګړیتوب سره وشه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې د کمیدو هیلې یې زیاتې کړې دي.
خو د پاسکتان ویاند په دې وروستیو کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د مخالفو وسله والو د پټن ځایونو تر ختمولو پورې به د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرې اترې پیل نه شي.