تورخم سرحد څو ساعته پس دوباره بند کړی شو
Mar 27, 2026 13:57 Asia/Kabul
پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې د تورخم سرحد له خلاصیدو یوازې یو څو ساعته وروسته دوباره تړل شوی دی.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د تورخم سرحدي لاره یوځل بیا د تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مشر صدیقالله قریشي ویلي چې پرون پاکستاني لوري دغه سرحد، یوڅو ساعته د افغان کډوالو لپاره خلاص کړی و خو دوباره یې بند کړ.
د هغه په وینا، د پاکستان له خوا د دغه سرحد د دوباره بندولو په هکله تراوسه کومه روښانه وجه نه ده اعلان شوې.
د افغانستان مهم سرحدونه د پاکستان او طالبانو ترمینځ د نښتې له امله له تیرو څلورو میاشتو راهیسې بندې دي.
ټیګونه