په سیمې کې د ایران پرمثتب رول هیڅوک سترګې نشي پټولی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر چې وړمه ورځ د ایران په سفر راغلی ، پرون ئې د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه او ويې وئيل؛پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي.
د پاکستان د پوځ لوي قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر پرون له غرمه مخکې د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه او د وروستیو بدلونونو او دغه راز د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو خبرواترو د نتیجو په اړه ئې ورسره خبرې وکړې.
دوي په دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو هم خبرې وکړې او دغه راز ئې په سیمې کې امن او ثبات او د شخړو په پای کې د ترقۍ او پراختیا په راتلونکي هم ټينګار وکړ.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو نښتو او دغه راز د اور بند په باب د پاکستان په وړاندیز سره په اسلام اباد کې سره خبرې کړي چې څه خاص نتیجه ئې نه ده درلودلې ،البته بیا هم د پاکستان چارواکي هڅه کوي،د اسلام اباد دخبرو دوهم پړاؤ هم ترسره کړي او د ایران او امریکا ترمینځ د روغې جوړې په راوستو کې خپل مثبت رول ولوبوي .
د ایران او پاکستان ترمینځ دوه ورځنی اوربند په راتلونکي سه شنبې ورځې پاي ته رسیږي او د پاکستان سیاسی اوپوځي چارواکي هڅه کوي ، له راتلونکي سه شنبې ورځې مخکې بیا د خبرواترو دوهم پړاؤ ترسره شي او یا دغه اور بند تمدید شی.حال دا چې د ایران لوړپوړي پوځي چارواکي په زغرده وائي چې د اور بند د تمدیدیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري او که په دغو پاتې شپو ورځو کې کومه روغه جوړه وشوه ، نو ښه په ښه کنه نو د خپل ملت حقوق به په خداي تعالی باندې په ایمان او د خپل ملت په توان باندې په تکیه سره محقق کوي.
له دې سره په یووخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي یو ځل بیا ویلي چې پاکستان د سیمې د سولې لپاره ژمن دی او د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې ئې مهم رول لوبولی د او دغه راز به په سیمې کې تر بشپړ امن اوثبات د ټينګیدا او د شخړې تر پاي پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅې کوي، او د اسلامآباد مذاکرات د لومړي وزیر شهباز شریف په هڅو ترسره شول.
د ویاند په وینا، د پاکستان د مشرانو له خوا له نړیوالو مشرانو سره اړیکې ټینګې ساتل شوې او د سولې هڅې په نړیواله کچه ستایل شوې دي. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په سیمې کې د سولې اوثبات د بیرته ټينګیدا په خاطر خپل سیمه ایز سفر له عربستانه پیل کړی او ددغه هیواد له ولی عهد محمد بن سلمان سره ئې لیده کاته کړي دي او له عربستانه وروسته ئې د خپل سفر دوهم مقصد قطر ته هم لاړ او او بیا ټاکل شوې وه چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم کتنه او خبرې وکړې.