د پاکستان په ډیرو سیمو کښې زلزله راغله
Apr 18, 2026 11:04 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد، پنډۍ، پیښور او نورو سیمو کسې پینځه اعشاریه پینځه ریشټره زلزله راغلې ده.
دغه راز د پاکستان په سوات، هنګو، شمالي وزیرستان او چترال سیمو کښې هم دغه زلزله احساس شوې ده.
د زلزلې د معلومولو د مرکز پراساس د زلزلې مرکز د کوه هندوکش سیمه وه.
د زلزلې له کبله خلک په ویره کښې له خپلو کورونو او ودانیو څخه بهر ووتل او تراوسه چاته د کوم تاوان د رسیدا هیڅ خبر نه دی خپور شوي.
ټیګونه