د پاکستان په بنو سیمه کښې پینځلس پولیس ووژل شول
May 10, 2026 13:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي چارواکو تېره شپه اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا صوبي په بنو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم چاودنې له امله پنخلس پولیس افسران وژل شوي دي.
د «اتحادالمجاهدین» په نوم وسلهوالې ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
یو پاکستاني امنیتي چارواکي ویلي، ترهګرو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو پوستې ته نږدې چاودنه ورکړه، وروسته وسلهوال د پوستې ساحې ته ننوتل او پر ځواکونو یې ډزې پیل کړې.
ویل کېږي، د بنو ښار په څنډه کې په دې پوسته کې اتلس پولیس سرتېري موجود وو، چې درې نور یې هم ټپیان شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د بنو په دولتي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
ټیګونه