فضل‌الرحمن: افغانستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i175126-فضل_الرحمن_افغانستان_سره_دې_ستونزې_د_خبرو_له_لارې_حل_شي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اختلافونه باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
(last modified 2026-07-13T09:16:59+00:00 )
Jul 13, 2026 13:44 Asia/Kabul
  • فضل‌الرحمن: افغانستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اختلافونه باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د بهرنیو ترینګلتیاوو د زیاتولو پر ځای د خپلو اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي ویلي، ځینې مسئلې په زور نه حل کېږي، بلکې د سیاسي تعامل او ډیپلوماسۍ له لارې هوارېږي.