په خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید بیا د ۳۸کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i175530-په_خیبرپښتونخوا_کې_ځانمرګی_برید_بیا_د_۳۸کسانو_وینه_وبهوله
 د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک کې پر یوې امنیتي پُستې په  ځانمرګي بریدکې  د نهو پوځيانو پشمول څوارلس کسان وژل شوي او کابو  ۲۴ نور ټپیان شوي دي ، په مستونګ کې په یولړ عملیاتو کې ۴ ترهه ګر هلاک شوي دي.
(last modified 2026-07-24T10:52:37+00:00 )
Jul 24, 2026 15:06 Asia/Kabul
  • په خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید بیا د ۳۸کسانو وینه وبهوله

 د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک کې پر یوې امنیتي پُستې په  ځانمرګي بریدکې  د نهو پوځيانو پشمول څوارلس کسان وژل شوي او کابو  ۲۴ نور ټپیان شوي دي ، په مستونګ کې په یولړ عملیاتو کې ۴ ترهه ګر هلاک شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، په پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د خیبرپښتونخوا صوبې  په ټانک سیمې کې پر یوې امنیتي پُستې  د ترهه ګرو په یوه ځانمرګي برید کې  لږ تر لږه ۱۴ کسان، چې امنیتي ځواکونه، د پولیسو  ماموران او د ځنګلونو د ادارې یو چارواکی هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

داپه داسې حال کې دي چې شین هوا خبري اژانس  هم د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا برید د ټانک ولسوالۍ په یوې امنیتي پُستې بانې  هغه مهال  شوی، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی  د دغې پُستې  ترڅنګ وچاوداوه.

امنیتي سرچینو زیاته کړې چې په وژل شویو   د پاکستان د پوځ نهه پوځيان ، ۴ د پولیسو افسران او د خیبرپښتونخوا د ځنګلونو د ادارې یو چارواکی شامل دي.

د راپور له مخې، په دغه  برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ټپیان شوي، چې په هغوی کې ۲۰ پوځیان او ۴ پولیس شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

سرچینو ویلي چې امنیتي پُسته د زورورې چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده او د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په ځای کې د قربانیانو د لټون او لېږد عملیات ترسره کوي. د دوی په وینا، ښائي درې پوځیان لا هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

Image Caption

 

سرچینو دا هم ویلي چې له دغه ځان مرګي  برید وروسته د تصفیې عملیاتو پر مهال، پاکستانيو امنیتي مامورانو  د دغې پُستې شاوخوا سیمو کې د وسله‌والو ډلو درې غړي هم وژلي دي.

  له دې سره په یووخت د پاکستان دپوځ آئي ایس پي آر په یوې اعلامیې کې وئيلي  دي ، چې د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمې کې ئې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د فتنه الخوارج څلور مهم ترهه ګر هلاک کړی او د هغوي یو سهولتکار او ورسره څو ملګري نور نیولي دي.