د لاهور محکمې د افغان محصلینو ملاتړ وکړ
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې(هايي کورټ) افغانستان ته د طبي محصلینو د شړلو د طرحې د ځنډ پرېکړه وغځوله.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې(هايي کورټ) افغانستان ته د طبي محصلینو د شړلو د طرحې د ځنډ پرېکړه وغځوله.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي او د غاښونو د طب د شورا هغه پرېکړه چې له مخې یې افغان طبي او د غاښونو د طب محصلینو ته افغانستان ته د ستنېدو امر شوی و، د ځنډ موده وغځوله.
د پاکستان د میډیکل او دینټل شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبرتیا کې له افغان طبي محصلینو غوښتي وو چې افغانستان ته ستانه شي. دې شورا همدارنګه په روان تعلیمي کال کې د پاکستان طبي او د غاښونو د طب پوهنتونونه له افغانستان څخه د نویو محصلینو له منلو یا جذبولو منع کړي وو.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې هېواد د طبي او غاښونو د شورا او د یو پوهنتون وکیلانو د محکمې په غونډه کې د لیکلي ځواب د وړاندې کولو لپاره د لا ډېر وخت غوښتنه وکړه، چې قاضي خالد اسحاق ورسره موافقه وکړه.