د پاکستان باچا خان پوهنتون بیرته پرانستل شو
Feb 15, 2016 15:26 Asia/Kabul
دپاکستان په شمال لویدیځ کښې باچا خان نومې پوهنتون چې یوه میاشت مخکښې د طالب ترهګرې ډلې له خونړۍ حملې سره مخ شوی و، تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې بیرته پرانیستل شو.
د فرانسې خبری آژانس د خبر له مخې د باچا خان پوهنتون مشر فضل رحیم مروت وویل: پوهنتون له نن دوشنبې څخه په سختو امنیتی تابیاو کښې خپل فعالیت بیرته پیلوی.
رپورټ زیاتوی چې د باچا خان پوهنتون چاپیره او د مختلفو پوهنځیو په بامونو باندې د پاکستان ګڼ شمیر پولیس او ځانګړی ځواکونه له نن سهاره په ډیوټۍ دی او پوهنتون ته د ننوتو په وخت د محصلینو تلاشی هم اخیستله کیږی.
یاده دې وی چې د جنورۍ په شلمه نیټه د طالبانو ډلې څو وسله والو ترهګرو د خیبرپښتونخوا په چارسده کښې پر باچاخان پوهنتون برید وکړ او پکښې یې ۲۱ کسان ووژل.