پاکستان دسعودی عربستان په پوځی مانورې کښې شامل شوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i1867-پاکستان_دسعودی_عربستان_په_پوځی_مانورې_کښې_شامل_شوی_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان او مالیزیا په شمول دکابو شلو(۲۰) هیوادونو پوځیان دسعودې عربستان په شمال کښې په حفرالباطن سیمه کښې راغونډی شوی چې په پوځی مانورې کښې ګډون وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2016 01:06 Asia/Kabul
  • پاکستان سعودی .
    پاکستان سعودی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان او مالیزیا په شمول دکابو شلو(۲۰) هیوادونو پوځیان دسعودې عربستان په شمال کښې په حفرالباطن سیمه کښې راغونډی شوی چې په پوځی مانورې کښې ګډون وکړی .

سعودی عربستان چې په سیمه کښې داسرائیلو او امریکا دګټو ساتونکی او دترهګرو ډلو ستر ملاتړی هیواد دی دا ونه ویل چې دغه پوځی مانوره به کله شروع شی .

دشمال دتندر په نوم په دغه پوځی مانورې کښې ددغو هیوادونو هوایی او سمندری ځواکونه برخه لری او دسعودی عربستان حکومتی خبری اژانس وویل د دغه مانورې ښکاره پیغام دادی چې سعودی عربستان او دهغه ملګری هیوادونه له ټولو چیلنجونو سره دمقابلې او په سیمه کښې د ثبات او صلحې دساتلو لپاره سره متحد دی .

په دغه پوځی مانورې کښې به پاکستان، چاډ، مصر ، اردن ، متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت ، مالدیپ مالیزیا ، مراکش ، سینیګال او تیونس ګډون وکړی .

سعودی عربستان چې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی او دخپلو هدفونو په تحقق کښې ناکامه شوی دی اوس وایی چې دامریکا په حکم په سوریې حمله کوی

سعودی عربستان په داسې حال کښې په سوریې د حملې ګواښ کوی چې دغه هیواد حتی له یمن سره دخپلو سرحدونو دساتلو توان نلری .

داسلامی هیوادونو دټولو بدبختیو او ورانیو ستر مسوول سعودی عربستان دی .

دسعودی عربستان یوه شاهزاده ترکی فیصل هم پرون په میونیخ کښې د اسرائیلو دفاع وزیر یلعون سره لاس ملاو کړ او خبرې یې ورسره وکړی .

سعودی عربستان، قطر، ترکیه ، اردن ، امریکا، فرانسه ، انګلستان ، متحده عربی امارات او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتی سخت خپه دی او کوشش کوی دترهګرو ډلو دماتی مخه ونیسی .