پاکستان په هند باندی د دولتی ټروریزم تور ولګاوه
Jul 22, 2016 12:07 Asia/Kabul
د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، د برخلیک د حق د ټاکلو دغوښتنې له کبله، د کشمیریانو د ځپلو په دلیل، په هند باندی د دولتی ټروریزم تور ولګاوه.
د ایران د راډیوټلویژن د خبری آژانس د راپور په اساس، په بهرنیو چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار«سرتاج عزیز»، پرون پخپله اونیزه وینا کی وویل: د پاکستان دولت؛ د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم، د برخلیک د ټاکلو د حق لرلو لپاره، د جمو او کشمیر له خلګو څخه، خپلو سیاسی؛ ډیپلماټیکو او معنوی ملاتړونو ته دوام ورکوی.
دا پداسی حال کی ده، چی پرون په زرګونو خلګو، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، په وروستیو ورځو کی د لس ګونو ملکی کسانو د وژلې په اعتراض کی، مظاهری وکړې.