د پاکستان له لوری د کابل چودنې غندنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i19042-د_پاکستان_له_لوری_د_کابل_چودنې_غندنه
د پاکستان لومړی وزیر په کابل کښې ننۍ ترهګرې چودنې وغندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2016 14:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان له لوری د کابل چودنې غندنه

د پاکستان لومړی وزیر په کابل کښې ننۍ ترهګرې چودنې وغندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه.

زمونږ خبریال راپور راکوی،محمد نواز شریف نن په کابل کښې ترهګرو چودنو ته په غبرګون کښې وویل:ترهګر هیڅ دین او مذهب ته پایبنده نه دی او د مسلمانانو دښمنان دی.

هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ:له دغې سپیرې بلا سره د مبارزې لپاره ملی هوډ ته اړتیا ده.

د پاکستان لومړی وزیر له افغانانو سره د پیوستون ښودلو تر څنګ زیاته کړه:اسلام آباد له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د افغان دولت ترڅنګ ولاړ دی.