پاکستان د کابل ترهه ګرې چاودنې وغندلې
Jul 24, 2016 11:26 Asia/Kabul
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د کابل په ترهه ګرو چاودنو کی، د سل ګونو بی ګناهو خلګو د مرګ ژوبلې په خاطر، د پاکستان دولت او ملت د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب؛ د افغانستان دولت او خلګو ته څرګندوی.
پدغه بیانیه کی ټینګار شوئ، چی پاکستان تل ټروریزم غندی؛ او له دغې شومې ښکارندې سره په مبارزې باندی، کاملاً ژمن دئ.