د پاکستان خلکو په مظاهرو سره په کشمیر کې دهند ظلمونه وغندل
د پاکستان په زرګونو خلکو نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د خلکو په وژله او د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اعتراض کې په لاهور او اسلام اباد کې مظاهرې وکړې.
زمونږ دخبریال د راپور له مخې د لاهور ښار خلکو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د خواخوږۍ او له هغوی د ملاتړ په اعلانولو سره د دغه سیمې دخلکو په قتل عام کې د هند د امنیتی ځواکونو له حملو خپله کرکه او غوسه اعلان کړه
ګدونکوونکو د هند په خلاف د شعارونو په ورکولو سره د کشمیر د خلکو په خلاف د هندی ځواکونو د ظلم او حملو د بندیدیو غوښتنه وکړه .
دا په داسې حال کې دی چې نن په اسلام اباد کې هم د جماعت اسلامی ګوند پلویانو په یو لړ مظاهرو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په خلکو د هندی ځواکونو حملې وغندلې
د جماعت اسلامی مشر سراج الحق د هند له دولته وغوښتل چې په کشمیر کې له ظلمه لاس واخلی. په کشمیر کې دهندی ځواکونو په خلاف په مظاهرو د هند دامنتی ځواکونو په ډزو او بریدونو کې تر اوسه د دغه سیمې پنځوس کسان مړه او درې نیم زره ژوبل شوې دی.