د پاکستان پولیسو اوه ترهګر ووژل
Feb 17, 2016 02:53 Asia/Kabul
د پاکستان په شیخوپوره سیمه کښې په شرقپور نومی سړک له پولیسو سره په نښته کښې اوه ترهګر وژل شوی دی.
پاکستانی سرچینو ویلی چې بیګا د ترهګرو یوه دولس کسیزه ډله په موټرسایکلو د شیخوپوره ښار شرقپور سیمې ته روان و چې له پولیسو سره مخامخ شو. خبر زیاتوی چې له پولیسو سره په نښته کښې اوه ترهګر ووژل شول خو پنځه نور د شپې په تیاره کښې په تیښته بریالی شول.
هلاک شوی ترهګر د طالبانو او لشکرجنګوی ترهګرو ډلو کسان دی او ورڅخه دوه کیلوګرامه چاودونکی توکی هم نیول شوی دی.