دپاکستان په شیخوپوره کې پولیسو اوه وسله وال طالبان هلاک کړل
Feb 17, 2016 08:00 Asia/Kabul
دپاکستان دپنجاب صوبې پولیسو راپورورکړی ، په شیخوپوره کې ئې له اطلاعاتو وروسته په یولړعملیاتو کې دوسله والو طالبانو له یوې ډلې سره په نښتې کې له هغوی اوه وسله وال طالبان وژلی اویوشمیر نورئې هم ټپیان کړی دی
زمونږ خبریال راپورراکړ دپآکستان دامنیتی سرچینو په وینا دوسله والو طالبانو دغه دولس کسیزه ډله بیګا له پولیسو سره هاله ونښته چې په یو شمیر موټرسائیکلو سواره وو او د خطرناکو فعالیتونو نیّت ئې درلود چې دپولیسو په بریالیو عملیاتو له امله دغه دسیسه شنډه شوه او یرغلګرو خپل مړی پریښودل او بچ پاتې کسان په تښتې کې بریالی شوی دی
راپورښئ دغه هلاک شوی کسان د طالبانو او لښکر جنګوی کسان دی .