دپاکستان دپارلمان استازیو عربستان ته دعسکرو په استولو نیوکه وکړه .
-
اچکزی
دپاکستان دپارلمان استازیو دسعودی عربستان په پوځی مانورې کښې د ګډون لپاره د حکومت لخوا د زر(۱۰۰۰) عسکرو په استولو نیوکه وکړه .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دملی پارلمان یوه(۱) غړی محمود خان اچکزی وویل که چیرې دداعش ترهګرې ډلې پرضد دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې پوځی ائتلاف کښې ګډون سم کار وائ نو ایران ، سوریې او عراق به په دغه ائتلاف کښې شتون درلود .
دپاکستان دتحریک انصاف ویندویې میرمن شیرین مزاری هم وویل تر هغه وخته چې له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره د سعودی عربستان د پوځی ائتلاف په باره کښې جزیات معلوم نه وی شوی پاکستان باید په پوځی مانورې کښې دګډون لپاره خپل عسکر دسعودی عربستان شمال ته ته نه استولای .
په نړیوالو چارو کښې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز د پارلمان داستازیو غبرګون ته په ځواب کښې وویل چې پاکستان ترواسه دڅلوردیرشو (۳۴)هیوادونو په ګډون سره دسعودی عربستان په پوځی ائتلاف کښې ګډون نه دی کړی .
هغه وویل دسعودی عربستان په شمال کښې دشلو (۲۰)هیوادونو په ګډون سره په پوځی مانورې کښې د پاکستان دعسکرو ګډون ددواړو هیوادونو د دفاعی تړون پراساس دی .
دپاکستان خارجه وزارت هم ویلی دی چې دسعودی عربستان په پوځی مانورې کښې د اسلام اباد ګډون ددوه اړخیزه موافقې پراساس دی .
سعودی عربستان په سوریې او عراق کښې په خپلو سیاستونو کښې ماتی خوړلی ده او اوس په دغو دوو(۲)هیوادونو کښې دترهګرو ډلو د ماتی دمخنیوی او دترهګرو ډلو د روحیې او مورال دپیاوړی کولو لپاره یې دعراق او کویت سرحد ته نږدې پوځی مانوره شروع کړی ده چې د مارچ دمیاشتې تر یولسمې(۱۱) نیټې پورې به دوام ولری .
سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې ترهګرې ډلې جوړوی او بیا ورسره مالی او پوځی مرستې هم کوی .
داعش ، النصره ، طالبان، القاعده ، بوکوحرام ، احرار الشام ،جیش الاسلام ، لشکر طیبه ، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه وغیره ترهګرې ډلې ټولې سعودی عربستان دخپلو عربو ملګرو په مرستې سره جوړې کړی دی .