د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۹ پاکستانی عسکر ووژل شول
Feb 18, 2016 09:05 Asia/Kabul
سما ټلویزیون خبر ورکړی چې ناپېژاندو وسله والو په مهمند ایجنسۍ قبایلی سیمه کې د امنیتی ځواکونو د تلاشۍ پر دوو پوستو برید کړی، ۹ پاکستانی عسکر یې وژلی دی.
په لومړی برید کې چې نن سهار د کار آپا په سیمه کې د پاکستان پر امنیتی ځواکونو د ناپېژاندو وسله والو له خوا ترسره شو، ۷ عکسر ووژل شول.
ددغه خبر له مخې، دویم برید هم چې د مهمند ایجنسۍ په دروازګای سیمه کې رامنځ ته شوه له امله یې ۲ پاکستانی پوځیان وژل شوی.
د پاکستان پوځی چارواکو ویلی چې امنیتی ځواکونو ددې پېښې د عاملینو د موندنې په موخه د پلټنې عملیاتپ یل کړی دی.