د کراچۍ د لیاری مجرم په کوهاټ کښې ونیوی شو
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې یو ستر جنایتکار ونیوی شو.
د سماء ټی وی ویب سایټ لیکلی چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو نن دخیبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ سیمه کښې د کراچۍ د لیاری سیمې یو مجرم ونیوه.
خبر زیاتوی چې تورن کس چې د رشید بلوچ الیاس رشید چی چی په نامه پیژندل شوی، د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د جنایتکارانو په خلاف د امنیتی ځواکونو د زیاتیدونکو عملیاتو په وجه کوهاټ ته تښتیدلی و.
رشید د (بابا لاډله) ډلې یو ستر جنایتکار دی چې د کراچۍ پولیسو په اداره کښې په ډیرو ثبت شویو دوسیو کښې تر تعقیب لاندې و.
هغه د هدفمنو وژلو، کلنګ اخیستو او د جوارۍ د اډو چلولو په شمول مختلفو جرمونو کښې لاس درلود.
رشید له هیواده د تیښتې په لټه کښې و او د دې کار لپاره یې په پیښور کښې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوم لیکلی و.