د پاکستان په مهمندو کښې پنځه ترهګر وژل شوی دی
Feb 20, 2016 12:28 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا صوبه کښې دترهګرو د حملې د شنډولو په عملیاتو کښې لږترلږه ۵ ترهګر ووژل شول.
له پیښوره د سماء ټی وی چینل ویب سایټ خبر ورکړی چې د پاکستان امنیتی ځواکونو نن په مهمندو ایجنسۍ کښې د تلاشۍ په یوې پوسټې باندې د ترهګرو برید شنډ کړ او په ځوابی عملیاتو کښې یې پنځه ترهګر ووژل .
د خبرو سرچینو د څرګندونو له مخې ترهګرو په کړپه سیمه کښې د تلاشۍ په یوې پوسټې برید وکړ چې د امنیتی ځواکونو له غبرګون او ځوابی عملیاتو سره مخ شو او پنځه بریدګر پکښې ووژل شول.
له ترهګرو یوه اندازه وسله او مهمات هم د پاکستان د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.