په پیښور کښې د ترهګرۍ په تور ۳۵ تنه نیول شوی دی
Feb 20, 2016 13:00 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د خیبرپښتونوا صوبې په مرکز کښې ۳۵ کسان ونیول.
راډیو پاکستان خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ نن د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار کښې په یولړ عملیاتو کښې په ترهګرو بریدونو کښې د لاس لرلو په تور ۳۵ کسان ونیول.
د پاکستان پوځ دې ټکی ته په اشارې سره چې په نیول شویو کښې ۱۱ افغانان هم شامل دی، اعلان وکړ چې دغو کسانو پیژندپاڼې نه درلودلې.
په پیښور کښې د پاک پوځ په عملیاتو کښې همداشان یوه اندازه وسله او مهمات هم نیول شوی دی.