په سویلی وزیرستان کې یو ښوونځی الوځول شوی
Feb 20, 2016 16:15 Asia/Kabul
د رویټرز خبری آژانس د خبر له مخې، د پاکستان په شمال لویدیځ، خیبرپښتونخوا صوبه کې یو ښوونځی الوځول شوی دی.
خبر وایی د پاکستانی طالبانو ویاند، اعظم طارق ویلی چې ددوی ځواکونو پرون دغه ښوونځی الوځولی، او خبرداری یې ورکړی چې په پاکستان کې به پر ښوونیزو مرکزونو ددوی بریدونه دوام ولری.
ویل کېږی په دې برید کې چاته زیان ندی اوښتی.