پاکستان وویل، هند نه غواړی چې د کشمیر تاریخی مسئله هواره شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26422-پاکستان_وویل_هند_نه_غواړی_چې_د_کشمیر_تاریخی_مسئله_هواره_شی
د پاکستان د فوځ ستر قوماندان وویل، هند نه غواړی چې د کشمیر تاریخی مسئله حل شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2016 10:37 Asia/Kabul
  • پاکستان وویل، هند نه غواړی چې د کشمیر تاریخی مسئله هواره شی

د پاکستان د فوځ ستر قوماندان وویل، هند نه غواړی چې د کشمیر تاریخی مسئله حل شی.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې جنرل راحیل شریف چې جرمنی ته په سفر لاړ دے په ((یو اېس سېنټ کام)) کانفرنس کښې په وېنا کښې د هندترکنټرول لاندې د کشمیر په خلقو باندې د هند د امنیتی ځواکونوحملو ته په اشارې سره وویل چې نوے ډېلے د کشمیر په شان تاریخی مسئله هوارول نه غواړی.

د هغۀ د وېنا له مخې د کشمیر د مسئلې د حل کېدل د سیمه ایزو غلط فهمیو او لانجو د زیاتېدو سبب کیږی.

هغه زیاته کړه د هند استخباراتی اداره د کشمیر د بې ګناه خلقو په قتل عام لاس پورې کړےدے چې دا چاره د زغملو نه ده.هغۀ د پاکستان دفوځی ځواکونو د ضرب عضب د عملیاتو په بارهکښې وویل، پاکستای فوځیان بې له څه استثنا د ترهه ګرو په خلاف عملیات کوی. هغه همدارنګ زیاته کړه باثباته او امنه افغانستان د سیمې د امنیت ضمانت ورکوونکےدے.

------