په اسلام اباد کې دسارک موسسې کیدونکی سرمشریزه وځنډیده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26659-په_اسلام_اباد_کې_دسارک_موسسې_کیدونکی_سرمشریزه_وځنډیده
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان په اسلام اباد کې په نومبر کې دسارک موسسې کیدونکی سرمشریزه د هندوستان په جوت ډډه کولو او له یوشمیر نورو هیوادونوپه لمسولو سره بلاخره هم ترنامعلوم وخت پورې وځنډیده او نیټه به ئې هم بیا اعلان شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2016 08:51 Asia/Kabul
  •   په اسلام اباد کې دسارک موسسې کیدونکی سرمشریزه وځنډیده

زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان په اسلام اباد کې په نومبر کې دسارک موسسې کیدونکی سرمشریزه د هندوستان په جوت ډډه کولو او له یوشمیر نورو هیوادونوپه لمسولو سره بلاخره هم ترنامعلوم وخت پورې وځنډیده او نیټه به ئې هم بیا اعلان شی.

 دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا   دهندی خارجه وزارت  له قوله ویلی دی  چې نوی ډیلی  به  دسارک موسسې په سرمشریزې کې  ګډون ونه کړی  چې  په دې زمینې کې دهندی حکومت  فیصله دخواشینۍ وړ ده .

 دسارک  موسسې دآئین په اساس  که  په دغې سیمه ایزې موسسې  سرمشریزې کې  په اتو کې  دیوه هیواد مشر هم  ګډون  ونه کړی ، نو  سرمشریزه  به  جوړه  نشی او تربل وخته ځنډیږی .

 همداراز  راپورونه ښئ  دافغانستان ،بنګله دیش  اوبوټان   مشرانو هم  په اسلام اباد کې دسارک په سرمشریزې کې له ګډونه ډډه کړې ده .

 ګواکې  هندوستان   دپاکستان په ځای  دسارک   دنولسمې سرمشریزې دکوربتوب  بل  چاته   دورکولو غوښتنه کړی  وی ،خو  په بهرنیو چارو کې  دپاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز  ویلی دی ،  چې سارک سرمشریزه باید  دپاکستان په کوربتوب سره وشی .

 پاکستان ،هندوستان ، افغانستان ،بنګله دیش ،مالدیف، سری لنکا،نیپال او بوټان  دسارک موسسې غړی  هیوادونه دی  . د دغې موسسې اتلسمه سرمشریزه  هم  تیر کال دنیپال  په پلازمینې کټمنډو کې شوې وه .