په جنوبی وزیرستان کښې څلور پاکستانی ځواکونه مړه او ژوبل شول
Sep 29, 2016 16:49 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د بم چاودنې څلور امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
زمونږ خبریال وائی دغه بم نن سهار د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د سویلی وزیرستان په زرمیلان سیمه کښې چاودیدلی دی.
د دغې چاودنې له امله یو امنیتی ځواک وژل شوی او درې نور زخمی شوی دی.
دغه بم هغه مهال وچاودید چې د پاکستان د امنیتی ځواکونو د ګزمې ګاډی له زرمیلان سیمې په تیریدو و.
د دې پیښې پړه لا چا نه ده منلې.