دپاکستان چارواکوپه کراچۍ بندر کې دایرانیو کشتیو تود هرکلی کړی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان خارجه وزارت اعلان کړی چې دغه هیواد په کراچۍ بندر کې دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ دسمندری ځواک دبیړۍ دشتون هرکلی کوی او دغه بیړۍ د دواړو هیوادنو دسمندری ځواکونو ترمینځ دملګرتیا او تخصصی تعامل په چوکاټ کې کراچۍ ته ورغلې .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، په کراچۍ بندر کې دایرانیو کشتیو شتون دپاکستان دمنزوی کیدا لپاره دځینو هیوادونو دادعاګانو پوچوالی ثابتوی .
دسپیڅلی دفاع اونۍ له لمانځلو سره په یو وخت دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ دسمندری ځواک څلور جنګۍ بیړۍ دتیرې سه شنبې په ورځې دښه نیّت اودوستۍ دپیغام په وړلو سره دپاکستان په کراچۍ بندر کې دیره شوی دی او ټاکل شوې ده دپاکستان له سمندری ځواک سره دتخصص او ملګرتیاؤ په زمینې کې فعالیتونه وکړی او ټاکل شوې ده چې نن تروورستیو پورې له خپل ماموریت پوره کیدا وروسته بیرته ایران ته راوګرځی .