په اسلام اباد کې دهندوستان سفیر دپاکستان خارجه وزارت ته احضار شو
Sep 30, 2016 11:00 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ دپآکستان خارجه وزارت نن یو ځل بیا په اسلام اباد کې هندی سفیر احضار کړی څو دهندی پوځیانو په لاس په پولې کې د وژلو شویو پاکستانیو پوځیانو د وژلې په باب ئې دخپل حکومت له غوسې اوکرکې خبر کړی .
دپاکستان مرستیال خارجه وزیر چودری اعزاز احمد د دغه هندی ډیپلوماټ داحضارولو په وخت ویلی دی ، پرون ناوخته پرپاکستانیو پوځیانو حمله ښئ چې هندوستان نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړی او دغو قوانینو ته کوم اهمیّت نه ورکوی .
ویل کیږی په کنټرول کرښې کې دهندی اوپاکستانیو عسکرو ترمینځ په پرونیو ډزو کې څو کسان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی . پاکستانیو سرچینو ویلی دی چې یو هندی پوځی ئې نیولی هم دی . البته په دې باب نور جزیات نه دی خپره شوی .