دینی عالمانو ته پکارده په خلکو کې دنفرتونو او خپګانونودختمولو هڅه وکړی
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپوراکړ دپاکستان په پاره چنار کې دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ سیکرټری او تکړه ټولنیز فعال شبیرحسین ساجدی له اسلام ټایمز خپرونې سره په خصوصی خبرو کې دسیمې او هیواد په حالاتو رڼا اچولې او ویلی ئې دی په سیمې کې امنیت اواوثبات هاله ټینګیدلی شی چې ځای اوسیدونکی پخپلو کې سره ښه رواداری ساتی او او نفرتونه له مینځه ختم کړی .
ساجدی صیب پخپلو خپرو کې روښآنه کړې دمحرم دپاکې میاشتې دشپو ورځو په درشل کې یوو او مونږ درست مسلمانان په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه وال باید داحضرت امام حسین علیه السلام او دکربلا دحماسې دشهیدانو سیرت خپله بیلګه وګرځوو څو په دین اودنیا کې سرلوړی او بریالی ووسو . هغه په عین حال کې پر دینی عالمانو اومشرانو هم غږ وکړ چې په درست هیواد په تیره بیا پّه کورمې کې دې دنفرتونو دختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروی څو خپل مینځی نفرتونه او کینې ختمې شی او دعالمانو ،مشرانو ،پوهانو،محصیلینو پشمول درست خلک یوه بل ته لاسونه په لاسو کې ورکړی او د خپل ټاټوبی دترقۍ او پرمختګ لپاره ډله ایزه هڅه وکړی . دمجلس وحدت مسلمین دپاره چنار سیمې سیکرټری شبیر ساجدی همداراز دیوې پوښتنې په ځواب کې داهل بیت علیهم السلام دیوه قول په ویلو سره وویل ،باید درست خلک د یوه بدنه دغړو په څیر ژوند وکړی چې یو غړی ناروغه شی نو درست بدن ترې کړیږی . هغه پر دینی عالمانو غږوکړ چې دمحرم په شپو ورځو کې دې پخپلو دندو په عمل کولو سره ددرستو خلکو په اتحاد او یووالی په ټینګار او دځوانانو په ښه تربیّت سره دې دسیمې دپرمختګ او ترقۍ لاملونه برابر کړی څو په خلکو کې دودیونکی نفرت او کرکه هم ختمه شی .