پاکستان دتولید په ډګر کې دایران دمشارکت هرکلی کوی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دخصوصی سازۍ یا پرائیویټایزیشن دچارو وزیر محمد زبیر پرون مازدیګر په اسلام اباد کې د اسلامی ایران له سفیر مهدی هنر دوست سره په کتنې کې له ایران سره دکار لپاره پخپل هیواد کې ډیرو زمینوته په اشارې سره په پاکستان کې دتولید په بیلابیلو ډګرونو کې دایران دګډون اوملګرتیا هرکلی کړی وویلی ئې د ی ، که څه هم دحکومتی صنائعو دسپارلو په زمینې کې له یولړ مشکلاتو سره مخامخ یوو ،خو غیر حکومتی برخو ته دځینو صنائعو دلنډمهال لپاره سپارل ممکن دی .
په دغې کتنې کې دواړو لوروپه بیلابیلو ډګرونو کې د ایران اوپاکستان داقتصادی ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ په باب هم بحث اونظر تبادلې وکړې
دې ته په پام سره چې دپآکستان دپرایئویټایزیشن یا خصوصی سازۍ وزارت دبهرنیو پانګونو له خوا د اجازت او دپلورنې لپاره دپاکستان دملی اوسترو صنائعو یو اصلی مصادره کونکی اورګان دی ، دواړو لوروپه مختلفو حوزو کې دخصوصی سازۍ او په پاکستان کې دسپارلو وړ بیلابیلو صنایعو په باب هم دنظرتبادله وکړه .
پاکستانی لوری په دغې کتنې کې له ایران سره دکارډیرو زمینو ته په اشارې سره په پاکستان کې دتولید په بیلابیلو ډګرونو کې دایران د مشارکت او ملګرتیاؤ هرکلی و کړ او زیاته ئې کړې ، که څه هم دحکومتی صنائعو دسپارلو په زمینې کې له یولړ مشکلاتو سره لاس اوګریوان یوو ،خودځینوصنائعو دلنډ مهاله سپارل ممکن دی. داسلامی ایران سفیر مهدی هنر دوست هم په دغې کتنې کې له پاکستان سره دملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ټولو موجودو ظرفیّتونو دفعالولو لپاره داسلامی ایران دچمتووالی په اعلانولو سره وویل ، دچین او پاکستان داقتصادی کریډور (سی پیک) په پروژو کې دایران ګډون هم د دوواړخیزو مناسباتو او دسیمه ایزو ملګرتیاؤ په زمینې کې چې دایران یو لومړیتوب دی ، یو چټک کونکی عامل کیدلی شی .
ټاکل شوې ده پّه دغو زمینو کې د لازیاتو سپړنو لپاره د اسلامی ایران یو لوړپوړی اقتصادی پلاوی ډیر زر پاکستان ته سفر وکړی .