د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د حکومت فیصلې ته غبرګون وښود
د پاکستان وحدت مجلس مسلمین د محرم په شپو ورځو کښې اسلام آباد ته د ځینو عالمانو په ورتګ د بندیز په هکله د حکومت پریکړې ته غبرګون وښود.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان مجلس وحدت مسلمین یو مشر سید ناصر شیرازی وویل: حکومت دې هغه عالمان ممنوع الورود کړی چې په مسلمانانو کښې د تفرقې سبب کیږی.
هغه زیاته کړه: حکومت له نه دی پکار چې د علامه حسن ظفر نقوی او مرزا یوسف حسین په شان عالمانو باندې اسلام آباد ته د داخلیدو بندیز ولګوی ځکه چې دوی د اسلام دودونونکی او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی رامینځته کونکی دی.
ناصر شیرازی وویل چې د پاکستان حکومت دې د هغو تکفیری ترهګرو خلاف لاس په کار شی چې د هیواد سوله او امنیت یې خراب کړی او د خلکو ارامښت یې ختم کړی دی.
د محرم د میاشتې په درشل کښې د پاکستان حکومت په اسلام آباد او سند صوبه کښې د له دریو سوو نه د زیاتو عالمانو په داخلیدو او تقریر کولو بندیز لګولی او ویلی یې دی چې دا فیصله یې په دې میاشت کښې د امنیت د تامینولو په موخه کړې ده.
تکفیری ډلې په محرم یا امامانو میاشت کښې هڅه کوی چې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د حسینی عزادارانو خلاف ترهګر عملیات وکړی.