د هند او پاکستان په اړیکو کی د لانجې زیاتوالئ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27193-د_هند_او_پاکستان_په_اړیکو_کی_د_لانجې_زیاتوالئ
پداسی حال کی چی د هند دولت؛ د دغه هیواد په ټولو برخوکی، او همداراز تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی، خپل ټول ځواکونه د بشپړ تیارسی په حالت کی را وستی دی، د هند یوه فرقه د بارا مولا په سیمه کی، د وسله والو کسانو تر حملې لاندی ونیوله شوه، چی ویل کیږی د یادې حملې په ترځ کی، یو هندی پوځی ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2016 12:43 Asia/Kabul
  •   د هند او پاکستان په اړیکو کی  د لانجې زیاتوالئ

پداسی حال کی چی د هند دولت؛ د دغه هیواد په ټولو برخوکی، او همداراز تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی، خپل ټول ځواکونه د بشپړ تیارسی په حالت کی را وستی دی، د هند یوه فرقه د بارا مولا په سیمه کی، د وسله والو کسانو تر حملې لاندی ونیوله شوه، چی ویل کیږی د یادې حملې په ترځ کی، یو هندی پوځی ووژل شو.

وسله والو کسانو دوه اونۍ وړاندی هم، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر، د اوری په سیمه کی د دغه هیواد د پوځ په یوې فرقې باندی حمله وکړه، چی پدغه نښته کی ۱۸ هندی پوځیان ووژل شول.

د دوشنبې په سهار، په بارا مولا کی د هند پوځ په یوې اډې باندی له حملې وروسته، هندی ځواکونو د کشمیر په کنټرول لاین کی، د ډزو په کولو لاس پوری کړ، چی د پاکستانی قواؤو له متقابل عکس العمل سره مخامخ شول. سیاسی څارونکی پدغه سیمه کی امنیتی تاوتریخوالی ته په پام سره، د هند او پاکستان ترمنځ د هر ډول جګړې د رامنځته کیدو په باره کی اندیښنه څرګندوی.

په هند کی سیاسی او امنیتی شناندی باوری دی، چی د دغه هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر په مختلفو سیمو کی، د هندی پوځیانو په اډو باندی، د وسله والو کسانو پر له پسی حملې، د خپلو اډو د امنیت په برابرولو کی د دغه هیواد د پوځ د کمزورتیا بیانونکی دی. له دؤو اونیو څخه په کمه موده کی، د هند پوځ په اډو باندی د وسله والو کسانو دوه ځلې حملې، کولای شی د یاد هیواد پوځی قومندانان، په کلکه د هغو د عواقبو په هکله اندیښمن کړی.

دا پداسی حال کی ده، چی د هند پوځ تر لس کیلومټرو پوری د پاکستان د پولې د نږدیو کلیو په خالی کولو سره، و ښودل چی ځان له پاکستان سره هر ډول احتمالی مقابلې ته چمتو کوی. مګر؛ د کلیوالو پراخې کوچونې ته په پام سره، شناندی عقیده من دی، چی هند د پاکستان د حملې په پلمه، تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی، د نفوسو د ترکیب او جوړښت د بدلولو په لټه کی دئ.

د سیاسی څیړاندو له نظره، هند پداسی حال کی ځان د کشمیر په بحران او کړکیچ کی شکیل ګنی، چی پر دغې سیمې باندی د بشپړې سلطې موندلو لپاره، ټولی لازمې لارې آزمویلی دی. د بیړنی حالت د اعلانولو، او د کشمیری ډلو د مشرانو او ځوانانو د نیونو په ملګرتیا، د پوځی ځواکونو زیاتول، د هغو لارو چارو څخه دی، چی د نوی ډیلی دولت، تر خپل  کنټرول لاندی کشیمر کی، له هر ډول اعتراض سره د مقابلې لپاره آزمویلی دی.

د دغې سیمې د اوسیدونکو له قوله؛ د هند د پولیسو ځواکونه، د شپې په نیمایی کی په بدلو جامو کی، د ښاریزو کورونو ته ور ننوځی، تر څو اعتراض کونکی ځوانان ونیسی. د مخالفو ځوانانو د نیولو لپاره؛ د هندی ځواکونو شپنیو حملو، د دغه هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر په ټولو برخو کی، زیاته ویره او وحشت رامنځته کړئ دئ. د هند پولیس او امنیتی ځواکونه؛ د خلګو په کورونو باندی په ناڅاپی یرغل سره، د هغو ځوانانو د نیولو په لټه کی دی، چی په اعتراضی غونډو او مظاهرو کی فعال شتون لرلئ دئ. د هند تر کنټرول لاندی کشمیر د مخالفو مشرانو له قوله، د خلګو په کورونو باندی د دغه هیواد د پولیسو او امنیتی ځواکونو شپنی حملې، غیر قانونی او نه زغمیدونکی دی. ویل کیږی چی زیاتره نیول شوی ځوانان، د کشمیر د جنوب له سیمې څخه دی.

د کشمیری ډلو له نظره، پر دغې سیمې باندی د هند د سلطې د منلو لپاره، پولیسی او امنیتی لارې چارې، نه یواځی ځواب ویونکی نه دی، بلکه د لا زیاتو امنیتی تاو تریخوالو، او د ؤلسی اعتراضونو د سختیدو سبب شوی هم دی. دا پدې معنا ده، چی د هند دولت باید د کشمیر د کړکیچ د اساسی هوارۍ لپاره، یوه بله حل لاره هم و آزمایی، چی له پاکستان او د کشمیری ډلو له مشرانو سره د خبرو اترو له لارې، د کړکیچ په سیاسی حل باندی ولاړه ده. د هند دولت، د نوی ډیلی او اسلام آباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره، د ملګرو ملتو د سرمنشی«بان کی مون» د غوښتنې په ردولو سره، عملاً د کشمیر مسئلې ته د دغه سازمان د ګام ایښودلو په وړاندی خنډ شو. پدی اساس، له دری اړخیزو خبرو اترو سره د هند مخالفت هم، کولای شی د هند تر کنټرول لاندی کشمیر د بدو امنیتی حالاتو له سختیدو سره مرسته وکړی. په همدی دلیل، مختلفو هیوادونو او ټولنو د هند د زغم او حوصلې غوښتنه کړې ده.