داعش د پاکستان پر پولیسو د برید مسوولیت پرغاړه واخیست
Feb 21, 2016 12:24 Asia/Kabul
د داعش ترهګرې ډلې، په پنجاب صوبه کې د ۳ پاکستانی پولیسو د وژل کېدو مسوولیت پرغاړه واخیست.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، دداعش ترهګرې ډلې د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې په فیصل اباد سیمه کې د پولیسو پر موټر په ډزو سره ۳ پولیس ووژل.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، چودری نثار علی خان ویلی چې په دغه هېواد کې دداعش ځواکونه نشته او ځایی ترهګرې ډلې یوازې د داعش له نوم څخه استفاده کوی.