پاکستان هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27307-پاکستان_هندوستان_ته_د_خبرواترو_بلنه_ورکړه
د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ روانو اختلافاتو ته په پام سره پاکستان، هند د سولې خبرواترو ته وروباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2016 12:04 Asia/Kabul
  • پاکستان هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکړه

د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ روانو اختلافاتو ته په پام سره پاکستان، هند د سولې خبرواترو ته وروباله.

په نوی ډیلی کښې د پاکستان سفیر خبرواترو ته د هندوستان په وربللو سره وویل چې دواړه هیوادونه دې خپل اختلافات په مذاکراتو هوار کړی ځکه چې د دې کار بله حل لاره نشته.

دغه پاکستانی ډیپلماټ زیاته کړه چې زیاتره دوه اړخیز، سیمه ایز او نړیوال اختلافونه یوازې په خبرواترو هواریږی او جنګ د ستونزو حل لاره نه ده بلکې د مشکلاتو د زیاتیدو سبب کیږی.

هغه په کشمیر کښې د هندوستان په پوځی اډې باندې د حملې په هکله هم ویلی دی چې په دې لړ کښې تحقیقات روان دی او له بیړه ناکې نتیجه اخیستنې باید ډډه وشی.