د پاکستان د پوځ مشر قطر ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i2812-د_پاکستان_د_پوځ_مشر_قطر_ته_ورسید
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سولې بهیر د بیا پیلولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2016 11:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر قطر ته ورسید

د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سولې بهیر د بیا پیلولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په خپل ټویټر پیغام کې ویلی، چې جنرال راحیل شریف نن سهار وختی د قطر پلازمېنې دوحې ته په یوه ورځنی سفر رسېدلی دی.

د جنرال باجوه په وینا د پوځ مشر د خپل سفر مهال قطری چارواکو سره لیده کاته پیل کړی او هغوی سره به پر دې خبرې وکړی، چې د سولې درېدلی بهیر څنګه او په کومه طریقه بیا پیلېدای شی.

د پاکستان پوځ مشر افغان حکومت سره د سولې بهیر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې او په دې اړه یې تېره اوونۍ اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ته د سولې په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د څارونکو په اند د جنرال راحیل شریف دا سفر له دې امله اړین ښکاری، چې سبا سه شنبه د فبرورۍ په ۲۳مه د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان څلور اړخیزه ناسته کیږی او په دې ناسته کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره میکانیزم جوړیږی.

طالبانو څو ځله په خپله خبره ټینګار کړی، چې د دوی سیاسی دفتر قطر کې دی، د سیاسی چارو ټول واک له دغه دفتر سره دی او که هر څوک د سولې په اړه خبرې کوی، نو سیاسی دفتر سره دې اړیکه ونیسی.

د روانې فبرورۍ په شپږمه اسلام اباد کې د څلور اړخیزې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکی غونډه کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو په میکانېزم خبرې کیږی، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې طالبانو سره به مخامخ خبرې څنګه کیږی.

تېره میاشت قطر کې د پګواش مرکز له لوری جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر شېر عباس ستانکزی د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلی و، چې د دوی رسمی سیاسی دفتر ته د کار ورکولو اجازه، د بندیانو د خوشې کولو، پر مشرانو یې سفری بندیزونه لرې کول او د طالبانو پر ضد پروپاګند بندول افغان حکومت د خبرو لپاره اړین ګامونه دی، چې باید پورته یې کړی